د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بدخشان سیندیزې حوزې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Tue, Oct 24 2023 10:59 AM
1

 د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کې چې د پنج آمو عمومي سیندیزې حوزې رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د تخار فرعي سیندیزې حوزې رئیس مولوي صبغت الله قانع او د سیند د غاړو د تحکیماتو ریاست رئیس مولوي سید غلام مشواڼي یې ملتیا کوله، د بدخشان فرعي سندیزې حوزې څخه لیدنه وکړه.

په ورته مهال د یادې سیندیزې حوزې مسؤولینو د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ښه راغلاست یې ورته وویل.

په یاده لیدنه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یادې حوزې د مسؤولینو غوښتنې او ستونزې واوریدې، او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره یې د دوي غوښتنو او ستونزو ته د رسیدګي ډاډ ورکړ، او یادو مسؤلینو ته یې د هغوی د ورځنیو مسؤلیتونو په أړه اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

User account menu