په کندز ولایت کې د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
Sat, Oct 21 2023 8:52 AM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د یو شمېر سیمه ایزو مسؤلینو او سیندیزو حوزو د رئيسانو په شتون کې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالي د نجم الدین برزنګي سیمې اړوند د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د دغې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یاد ولایت سیمه ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د آمو سیند د څنډو تحکیماتو ته به لا زیاته پاملرنه وشي.

User account menu