د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت اونېزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشرې لاندې د یاد معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د پنجشیر سیند څخه کابل ښار ته د اوبو لیږد پروژې د ډیزاین او د شاه او عروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو د لیږد په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د اوبو ښاغلي معین د ګډونوالو د اندونو تر اورېدو وروسته، اړوندو مسئولینو ته د چارو د چټکتیا او لا غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
همدارنګه، په دغه غونډه کې د کوکچې سیندیزې حوزې او د شکردرې اړوند ساحې د اقلیمي بدلونونو او د هغه د غوره مدیریت په برخه کې د شونو لارو چارو په هکله هم یو پرزینټیشن وړاندې شو.
د یادونې وړ ده، چې د پنجشیر سیند څخه کابل ښار ته د اوبو لیږد پروژې د ډیزاین چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.