د نغلو او درونټې بندونو د رسوباتو د پاکولو په موخه له نوموړو بندونو څخه لیدنه وشوه

د ننګرهار سیندیزې حوزې او د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیمونو د نغلو او درونټې بندونو د رسوباتو د پاکولو په موخه له نوموړو بندونو څخه لیدنه وکړه.
ټاکل شوې ده ، چې د نوموړو بندونو د رسوباتو پاکاري د لا زیاتو اوبو د ذخیره کولو په موخه ترسره شي.