د اوبو او انرژي سرپرست وزير د سمنګان له سينديزې فرعي حوزې څخه ليدنه وکړه

mew-admin
Thu, Oct 19 2023 9:10 AM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبداللطيف منصور د سمنګان له سينديزې فرعي حوزې څخه په داسې حال کې چې د شمال سينديزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنير رفيع الله مجتبى،د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکيم حاجي حکمت، د بلخ سينديزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي موسى جان حقبين او د سمنګان سينديزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد عمر انس يې ملتيا کوله، ليدنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزير د نوموړې سينديزې فرعي حوزې مسٶلينو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړين هدايات ورکړل او د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وکړل.

User account menu