د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د سلطان ابراهیم بند له ساحې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Sun, Oct 15 2023 8:34 AM
1

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف “منصور” په داسې حال کې چې د سرپل ولایت والي محترم عبدالرحمن اکا، د شمال عمومي سندیزې حوزې رئیس انجنیر رفیع الله مجتبی، د جوزجان فرعي سندیزې حوزې رئیس ملا سعدالدین سلیم او د سرپل فرعي سندیزې حوزې رئیس قاري روح الله نظامي یې ملتیا کوله، د سلطان ابراهیم بند له ساحې څخه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې وزیر صاحب د ځایي مسؤولینو او والي صاحب سره د بند جوړولو، د موقیعت مخصوص کول د بند د بودیجې او تخصیص او همدارنګه په ورته مسائلو بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په ورته مهال کې وزیر صاحب د ځایي خلکو او مسؤولینو ستونزې او غوښتنې واوریدې، او هغوي ته یې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د هغوي ستونزو او غوښتنو ته د رسیدګۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه، په أخر کې وزیر صاحب  خبریالانو ته د بند په هکله بشپړ معلومات ورکړل او د هغوي پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

User account menu