د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د سرپل ولایت له والي سره وکتل

mew-admin
Sat, Oct 14 2023 11:55 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، په داسي حال کې چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی، د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا سعدالدین سلیمي او د سرپل سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم قاري روح الله نظامي  یې ملتیا کوله، د سرپل ولایت له والي محترم عبدالرحمن اکا سره وکتل او په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي په برخه کې د شته ستونزو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه کتنه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د سرپل والي محترم عبدالرحمن اکا ته ډاډ ورکړ چې د متوازن انکشاف او شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د اوبو او انرژي په برخه کې د سرپل ولایت د اوسیدونکو ستونزو ته رسیدګي وشي.

User account menu