د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Sat, Oct 14 2023 11:05 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، په داسي حال کې چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی یې ملتیا کوله، د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه او د یادي حوزې له رئیس محترم ملا سعدالدین سلیمي او کارمندانو سره یې وکتل.

په دغه کتنه کې د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې مسئولینو د اوبو او انرژي په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې او د رسیدګي غوښتنه یې وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې مسئولینو ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به ددوی ستونزو ته رسیدګي وشي او همدارنګه یې د نوموړې حوزې مسئولینو ته په سمه توګه د بیت المال د ساتلو، په اخلاص او امانت داري سره د مسئولیتونو ترسره کولو او د مراجعینو سره د ښه چلند په هکله اړینې سپارښتنې وکړې.

User account menu