د اوبو او انرژي وزارت دکورنۍ پلټنې رئيس د فراه رود سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار او ورسره مل پلاوي، فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د فراه رود سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه.
محترم مولوي سهار د نوموړي حوزې له کارمندانو سره په یوې ناستې کې د مسئولیت پذیري، تفتیش د اسلام له نظره، د تفتیش ارزښت او ضرورت په هکله هر اړخیزه وینا وکړه.
همدارنګه، د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس د نوموړې حوزې له مسؤلینو سره ژمنه وکړه، چې ددوی ستونزې او وړاندیزونه به د وزارت له رهبري سره شریکې کړي.
