د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس په ختیځ زون کې د یوناما له مسؤلې سره د اقلیم د بدلون په هکله خبرې وکړې
د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس محترم سید فضل احد هاشمي د یوناما د ختیځ زون له مسؤلې رومیل دیلسا سره د ننګرهار والي محترم ملا محمدنعیم آخندزاده، مرستیال والي محترم مولوي سعید احمد بنوري او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې وکتل او د اقلیم د بدلون په هکله یې خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې، د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو په ننګرهار ولایت کې د اقلیم د بدلون او د اوبو د مدیریت په هکله بشپړ معلومات د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې وړاندې کړل.
همدارنګه په دغه لیدنه کې، د نوموړې حوزې رئيس په ننګرهار ولایت کې د شابي او ځینو نورو بندونو د جوړولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د نوموړو بندونو په جوړېدو سره به د برېښنا ستونزه هواره شي او د اقلیم په بدلون کې به هم ستر رول ولوبوي.
د دغې ناستې په پای کې د یوناما استازې ژمنه وکړه چې د اقلیم د بدلون په برخه کې به له هر ډول امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.
