په میدان وردګ ولایت کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ کړۍ ژورې څاګانې کېندل کېږي

mew-admin
Sun, Aug 27 2023 2:18 PM
1

د ترکيې هېواد د اوبو د څاګانو نړیواله ټولنه د اوبو او انرژي وزارت سره د یوې هوکړې پر بنسټ د میدان وردګ ولایت په چک ، نرخ او سیدآباد ولسوالیو کې ۲۰ کړۍ ژورې څاګانې د درې میلیونه، څلور سوه او شل زره(۳۴۲۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت کېندي.

د میدان ښار سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم د نوموړې ټولنې له ولایتي مسؤل محترم انجنیر سنګر افضلي سره وکتل او له هغه سره یې د نوموړې پروژې د پلي کولو په برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

په ورته مهال، د نوموړې ټولنې استازي د میدان ښار سیندیزې حوزې د رئيس  د همکاري له څرګندولو خوښۍ وښوده او د لا زیاتو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

User account menu