د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سمینار د شیخ القرآن و الحدیث مولانا عبدالحمید حماسي په ګډون ترسره شو

mew-admin
Wed, Aug 23 2023 4:47 PM
1

دغه سمینار چې د اوبو او انرژي وزارت د غونډو په عمومي تالار کې ترسره شوی و، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، رئيسانو او د دغه وزارت کارمندانو ګډون درلود.

د سمینار په بهیر کې، ښاغلي شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالحمید حماسي د امانتداري او حسد په هکله خبرې وکړې او د نوموړو موضوعاتو په هکله یې د تاریخي مثالونو په بیانولو سره ټول کارمندان امانتداري او له حسد څخه لیرې کېدلو ته را وبلل.

ښاغلي حماسي په خپلو خبرو کې دولتي دنده یو امانت وباله او له ټولو کارمندانو څخه یې و غوښتل چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې د حسد او د هغه د علاج د اسبابو او لارو ته هم نغوته وکړه ، علم او په علم باندې یې عمل له حسد څخه د خلاصون یوازینۍ لاره وبلله.

دغه سمینار د  خیر او امانتداري او له  حسد څخه دځان ساتلو په دعا سره پای ته ورسېده.

User account menu