د کابل سیندیزې عمومي حوزې اړوند د فرعي سیندیزو حوزو هایدرومیتیورولوژي کارمندانو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو

mew-admin
Sun, Aug 13 2023 12:20 PM
1

یاد پروګرام د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال او د کابل سیندیزې عمومي حوزې اړوند د فرعي سیندیزو حوزو د یو شمیر هایدرومیتیورولوژي کارمندانو په شتون کې پیل شو.

په دي پروګرام کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین وویل چې علمي ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه باید خپله ټوله انرژي په کار واچوو او ددې ډول پروګرامونو ترسره کول یې اړین وبلل. همدارنګه د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس ددې پروګرام د ترسره کولو موخه د فرعي سیندیزو حوزو د کارمندانو د ظرفیت لوړول وبلل.

د یادونې وړ ده، چې په دغه څلور ورځني روزنیز پروګرام کې د کیبلوي دستګاه او هایدرولوژي ارقامو راټولولو، د استیشنونو د ساتنې او مراقبت، د سیندونو د رسوباتو او د ساحوي ارقامو د راټولولو، تحلیل او مدیریت په هکله په نظري او عملي توګه روزنه ورکول کېږي.

User account menu