د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس سمنګان ولایت ته سفر وکړ

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او ورسره مل تخنیکي ټیم د سمنګان ولایت د ذخیروې بندونو او د اوبو رسولو شبکو د ستونزو د څیړلو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
د سمنګان ولایت د ولسوالیو او قومونو استازو د خلم ایبک سیندیزې فرعي حوزې له لوري په یوه ترتیب شوې غونډه کې د څښاک اوبو د کمښت او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د شمال سیندیزې حوزې له عمومي رئیس سره شریک کړل.
په یاده غونډه کې ښاغلي حاجي حکمت د سمنګان ولایت د ولسوالیو او قومونو لهٔ استازو سره د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټول خپل سري واټرپمپونه باید راټول شي.
همدارنګه ښاغلي حاجي حکمت د سمنګان ولایت له والي ښاغلي عبدالاحد فضلي سره وکتل او په یاد ولایت کې یې د اوبو د کمښت د ستونزو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.