د اوبو او انرژي وزارت د سروې او ډیزاین ریاست او د تالقان سیندیزې فرعي حوزې د انجنیرانو ترمنځ د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sat, Jul 22 2023 3:03 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو تأسیساتو د سروې او ډیزاین ریاست او د تالقان سیندیزې فرعي حوزې د انجنیرانو ترمنځ د همغږي ناسته د 9 چکډمونو د سروې او د نمک آب پروژې د بیاکتنې په موخه د تالقان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي صبغت الله قانع په شتون کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د 9 چکډمونو د سروې او د نمک آب پروژې د وداني د ویجاړیدو په مخنیوي او د سیلابونو په راکمولو کې د هغوی د ارزښت په هکله اړین توضیحات وړاندې شول، چې د یادو چکډمونو سروې به په نږدي راتلونکي کې پیل شي.

User account menu