په دایکندي ولایت کې د وغنیر کلي د اوبو ذخیروي او د برېښنا د تولید بند سروې ترسره شوه

MEW-Media
Wed, Jul 19 2023 4:41 PM
1

د دایکندي سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم رحیم الدین رحماني او ورسره مل تخنیکي ټیم د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي د وغنیر کلي د اوبو ذخیروي او د برېښنا د تولید بند سروې ترسره کړه.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی ذخیروي بند د لسګونو زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو، د برېښنا د تولید او د لسګونو هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

همدارنګه، د دایکندي سیندیزې فرعي حوزې رئیس په یاده ولسوالي کې د اوبو سرچینو د مدیریت او پراختیا په هکله د نوموړې ولسوالي اوسیدونکو ته د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu