د الله(ج) د عذابونو نازلیدو د اسبابو په هکله د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سمینار ترسره شو
یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي ګل رحمن عارف او د یاد وزارت د ګڼ شمېر کارمندانو په ګډون ترسره شو.
په دې سمینار کې ښاغلي عارف د هغو ګناهونو په هکله چې د الله(ج) د عذابونو د نازلیدو لامل ګرځې خبرې وکړې او په اسلامي ټولنو کې د امر باالمعروف او نهي عني المنکر پرېښودل او همدارنګه د حیا نشون یې د الهې عذابونو د نازلیدو لاملونه وبلل.
ددې سمینار په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د ګناهونو د پایلو په هکله خبرې وکړې او د فتنې د علاج په هکله یې هم د اوبو او انرژي وزارت له کارمندانو سره اړین معلومات شریک کړل.
