د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ۷۷ ترکي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
Mon, Dec 05 2022 1:46 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د ګډو همکاریو په برخه کې بحث او د نظر تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په یاده لیدنه کې د ۷۷ ترکي شرکت له فعالیتونو او کړنو په ځانګرې توګه د کجکي بند د دوهم فاز پروژې د پلې کولو په برخه کې وستایل او یادونه یې وکړه چې اوسمهال له هره پلوه په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره ده.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې د انرژي د تولید په پروژو باندې پانګونه د افغانستان د خلکو له اړینو اړتیاوو څخه ده او د اوبو او انرژي وزارت رهبري په دې برخه کې د هر ډول پانګونې څخه هرکلی کوي.

په ورته مهال، د ۷۷ ترکي شرکت سلاکار د افغانستان د خلکو لپاره د کجکي بند د دوهم فاز پروژه د یاد شرکت د ارزښتناکه لاسته راوړنو څخه وبلله او  په افغانستان کې یې د انرژي د تولید پروژو د پلي کولو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

د ۷۷ ترکي شرکت مسؤلینو د سروبي ۲ برېښنا بند په هکله د ترسره شویو مطالعاتو اړین معلومات د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سه شریک کړل او د لا زیاتو پروژو په پلي کولو کې خپل چمتووالی څرګند کړ.

همدغه راز، د یاد شرکت مسؤلینو د دې خبرې په څرګندولو سره چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه برابره ده، ژمنه وکړه چې د پانګوالو پام به هم د افغانستان خوا ته جلب کړي.

 د یادولو وړ ده، چې د دوست هېواد ترکیې د سوداګري خونې استازي چې د DEIK ترسرلیک لاندې فعالیت کوي، ښاغلي حسین اوني بوتسالي هم په دې لیدنې کې په افغانستان کې د انرژي په برخه کې د پانګونې او همکاري غوښته وکړه.

User account menu