په فاریاب ولایت کې د عطاخان خواجه کانال پروژه د څه باندې اووه سوه اویا زره افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mew-admin
Wed, Nov 30 2022 11:11 AM
1

په فاریاب ولایت کې د عطاخان خواجه کانال پروژه د څه باندې اووه سوه اویا زره (٧٢٥ ٧٧٠) افغانیو په ارزښت د شیرین تګاب-میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادولو وړ ده چې په دې پروژې کې ۷۷۲ کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه او لس زره کورنۍ به په مستقیم او غیر مستقیمه توګه ګټه ترې واخلي.

همدارنګه، د شیرین تګاب-میمنې فرعي سیندیزې حوزې انجنیري ټیم په فاریاب ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهېر څخه څارنه وکړه او جوته شوه چې؛ د عطا خان خواجه محافظوي دیوال چارې ۸۰ سلنه، د جرقلعي کانال د دیوال چارې ۷۰ سلنه، د کیسمه اواسلیم کانال چارې ۸۵ سلنه، د کیسمه او اسلیم سریز بند چارې ۶۰ سلنه پرمخ وړل شوې دې.

User account menu