د بګرام کانال د دواړو لورو د بازو د تحکیماتو پروژې چارې پیل شوې
د بګرام کانال د دواړو لورو د بازو د تحکیماتو پروژې چارې د پروان د مرستیال والي او د غوربند- چاریکار سینیدیزې فرعی حوزې رئيس ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن حبیبي په شتون کې پيل شوې.
د یادې پروژې چارې د ملګروملتونو د بشرپاله مرستو په مالي ملاتړ د غوربند- چاریکار فرعي سیندیزې حوزې د مسؤلینو تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
