د کنړ په ولایت کې د ۱۲ کانالونو هر اړخیزه سروې ترسره شوه

mew-admin
Wed, Oct 26 2022 3:21 PM
1

د کونړ سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اوبو چارو د تنظیم آمریت د تخنیکې ټیم له خوا د غازې اباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل په دره کې ۶ کانالونه، په درین دره کې ۲ کانالونه او همدارنګه د ولسوالۍ په مرکز کې د ختیځ حاجې آباد کانال، حاجې آباد شوکدړۍ کانال، نیشګام عمومې کانال اود بارګام جلاله عمومې کانال هر اړخیزه سروې ترسره شوه.

د یادولو وړ ده چي د کنړ سیندیزي فرعي حوزي رئیس د دانګام،غازې آباد او ماڼوګې ولسوالیو د قومې مشرانو سره ناسته ترسره کړه او یادو قومي مشرانو د اوبو سکتور د روانو پروژو څخه خوښې څرګنده کړه او د کانالونو د بیارغوني په برخه کې یې د لا زیاتو پروژو د پلې کیدو غوښتنه وکړه.

User account menu