ننګرهار ولایت کې د یوه ګبیون وال د پروژې د جوړولو ودانیزې چارې پیل شوې

mew-admin
Wed, Oct 19 2022 10:03 AM
1

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالي اړوند د کان په کلي کې د یوه ګبیون وال د پروژې ودانیزې چارې د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي، د روداتو ولسوال او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوې.

د یادې پروژې چارې د ننګرهار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې  د FAO سازمان په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي.

د یادولو وړ ده، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو زمینه برابره شي.

User account menu