د یونیسیف اداري (UNICEF) د اوبو رسولو څانګې له مسؤلینو سره د همغږي او همکاري ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د یونیسیف اداري(UNICEF) د مسؤلینو او د وزارت داوبو سکتور د یو شمېر رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت او د یونیسیف اداري(UNICEF) ترمنځ د ګډې همکاري په هکله د تکلارو او استراتیژيو پر جوړولو، د اوږد مهاله پلانونو په چمتو کولو، د اوبو سکتور د کارمندان د وړتیا پر لوړولو، د اوبو د سپما په هکله د عامه پوهاوي پروګرامونو په پلي کولو، د ځمکې لاندې او سطحي اوبو په برخه کې د تخنیکي همکاريو او د اوبو په سکتور کې د فني او مسلکي کارمندانو په ګومارلو باندې بحث او دنظر تبادله وشوه.
همدارنګه له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې پلي کول د یادې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وه چې په هکله یې خبرې اترې و شوي.
په پای کې دواړو لورو په پورتنې مواردو باندې د ګډې همکاري ژمنه وکړه.
