د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د سویډن موسسې له مسؤلینو سره د پروژو د پلي کېدو په هکله د همغږي ناسته ترسره کړه

mew-admin
Wed, Oct 05 2022 1:05 PM
1

د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي قاري فتح محمد ذاکر د سویډن موسسې له مسؤلینو سره په یاده حوزه کې د پروژو د غوره پلي کېدو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په دې ناسته کې، د یادې موسسې مسؤلینو ژمنه وکړه چې په یاده حوزه کې د پراختیایي پروژو پلي کول به د یادې حوزې له مسؤلینو سره په همغږي ترسره کوي.

په ورته وخت کې د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئيس له هغوی سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu