د سترو پروژو د مدیریت لومړنۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, Sep 07 2022 5:14 PM
1

یاده ناسته، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د رئيسانو او د سترو پروژو د مدیرانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د سترو پروژو د څېړنې په تړاو لکه د کمال خان بند پروژه، د شاه و عروس بند پروژه او د کجکي بند پروژې په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د ناستې غړو په پروژو کې شته ستونزې تر څېړنې لاندې ونیولې او د هغو د هوارولو په هکله یې خپل وړاندیزونه او اندونه په ناسته کې شریک کړل.

د اوبو ښاغلي معین د یادو موضوعاتو تر څېړلو،د رئيسانو او د پروژو مديرانو  د اندونو تر آورېدلو  وروسته ، رئيسانو او د پروژو مديرانو ته لازم هدایات ورکړل.

User account menu