د مبنا خصوصي شرکت مسؤلینو  د خپلې پانګونې طرحه د انرژي له معین سره شریکه کړه

mew-admin
Sat, Sep 03 2022 2:50 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی "ثاني" د خپل کار په دفتر کې د مبنا شرکت له مسؤلینو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د یاد شرکت مسؤلینو د انرژي په پروژو کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه او د خپلې پانګونې طرحه یې د انرژي معین او د یاد معینیت د نورو تخنیکي مسؤلینو حضور ته وړاندې کړه.

د انرژي ښاغلي معین د نوموړي شرکت مسؤلینو ته د همکاري ډاډ ورکړ او د معینیت تخنیکي ټيم ته یې دنده و سپارله، ترڅو د یاد شرکت د پانګونې طرحه تر څېړنې لاندې ونیسي او خپل اندونه ورسره شریک کړي.

User account menu