له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې د ډیزاین د بشپړولو په اړه د اوبو معینیت تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Sep 01 2022 3:36 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د وزارت د اوبو سکتور د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د یادې  پروژې په هکله اړوند رئيسانو د خپلو کاري کړنو راپور د اوبو له معین سره شریک کړ او همدارنګه  د پروژې د ډیزاین د بشپړولو  په هکله د لازمو اقداماتو په ترسره کولو باندې بحث او دنظر تبادله وشوه.

د اوبو ښاغلي معین له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې په هکله د اړوند رئيسانو د راپور تر څېړنې وروسته، د تخنیکي لارښوونو د وړاندې کولو ترڅنګ د پروژې د ډيزاین د چارو پرچټکتیا باندې ټینکار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژه د اوبو او انرژي وزارت له سترو پروژوه څخه یوه پروژه ده چې کابل ښاریانو ته د څښاک اوبو د برابرولو په موخه د ځمکې لاندې اوبو پر ځای په پام کې نیول شوې ده، ترڅو په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو څخه له حده زیاتې ګټې اخیستنې څخه مخنیوی وشي.

User account menu