د سیندیزو حوزو یو شمېر رئیسانو د خپلو کړنو راپور د اوبو معین سره شریک کړ

mew-admin
Wed, Aug 10 2022 6:35 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د سیندیزو حوزو له یو شمېر رئیسانو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د سیندیزو حوزو رئیسانو د خپلو کړنو راپور د اوبو معین حضور ته وړاندې کړل او خپل وړاندیزونه او ستونزې یې هم ورسره شریکې کړلې.

د اوبو محترم معین د یادو رئيسانو د راپور تر څېړلو وروسته هغوی ته د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره لازم هدایات ورکړل.

User account menu