د اوبو معینیت تخنیکي ناسته د هېواد د اوبو بندونو د وضعیت دڅېړلو او د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت د طرحې چمتوکولو په هکله ترسره شوه
دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې داوبو سکتور د ټولو مرکزي رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، د لویو بندونو په ځانګړې ډول د سلما بند د وضعیت په اړه پریزنتیشن وړاندې شو چې د زیانونو د پېژندلو او دهغو د ساتنې او خوندیتوب لپاره لازم تدابیر وړاندې شول.
همدارنګه د هېواد په لویو ښارونو په ځانګړې توګه د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو مدیریت د پلان چمتو کولو او د دغه پلان د شریکولو په هکله هم له مسؤلو چارواکو سره بحث او د نظر تبادله وشوه او د اوبو معین له خوا اړونده مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل شول.
