د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لوګر ولایت د والي له مرستیال او د هغه ولایت د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د لوګر ولایت د والي له مرستیال ښاغلي مولوي انعام الله صلاح الدین او د هغه ولایت د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس ښاغلي حاجي عمراخان صدیقي سره وکتل او په لوګر ولایت کې د اوبو او برېښنا پروژو دپلي کېدو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده لیدنه کې، د لوګر ولایت د والي مرستیال او د سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو د پلي کېدو په ځانګړې توګه د خروار بند د بیارغونې او د لوګر ولایت د صنعتي پارکونو لپاره د سب استیشن د جوړیدو غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور هغوی ته ډاډ ورکړ چې شته امکاناتو او متوازني پراختیا اصل ته په کتو سره به د دوی غوښتنو ته رسیدګي وشي.
