د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد او چک ولسوالیو کې د دوو چکډمونو سروې ترسره شوه

mew-admin
Sat, Jul 23 2022 4:00 PM
1

د میدان ښار سیندیزې حوزې اړوند د DRC موسسې په همکاري په دایمیرداد او چک ولسوالیو کې د دوو چکډمونو سروې ترسره شوه.

د تري کلي چکډم چې په دایمیرداد ولسوالي کې موقعیت لري، د لومړنیو محاسباتو په اساس د ۳۰۰۰۰ متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري ، کابو د ۱۹۵۰ کورنۍ به ور څخه ګته واخلي او همدارنگه د ۵۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

 همدارنګه د مسجد د درې کوډۍکلي چکډم چې په چک ولسوالي کې موقعیت لري، د لومړنیو محاسباتو په اساس د ۴۳۰۰۰ متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري ،کابو ۲۸۴۵ کورنۍ به ور څخه ګټه واخلي او همدارنگه د ۹۶۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په دریو ولسوالیو کې د چکډمونو د رغولو چارې روانې دي، چې په راتلونکي کې به په نورو ولسوالیو کې د چکډمونو سروې او رغولو چارې پیل شي.

User account menu