د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي له خلکو سره د خواخوږي په موخه چې د وروستيو سیلابونو له امله زیانمن شوي دي، سفر کړی دی

mew-admin
Sun, Jul 17 2022 3:20 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور نن د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي له خلکو سره د خواخوږي په موخه چې د وروستيو سیلابونو له کبله زیانمن شوي دي، سفر کړی او د هغو خلکو سره چې د یادو سیلابونو څخه متضرره شوې او د سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو له لیدنې وروسته د زرمت ولسوالي له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه او یاده موضوع یې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست اولوزرا له مقام سره شریک کړل.

په دغه سفر کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي له ولسوال سره هم وکتل او د زرمت ولسوال ته یې لارښوونه وکړه چې د بشري مرستو د راجلبولو په موخه د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو شویو کسانو د قیق لست ترتیب او له اړونده ادارو سره یې شریک کړي.

د یادولو وړ ده، چې وروستیو بارانونو په هېواد کې د سیلابونو د راوتلو لامل شوی چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې یې ګڼ شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولې دي.

User account menu