د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو د افغانستان لپاره د بشپړ پراختیا موسسې (AAID) له مسؤلینو سره د همغږي ناسته ترسره کړه
د ننګرهار سیندیزې حوزې سرپرست ښاغلي مولوي سید محمد صادق د افغانستان لپاره د بشپړ پراختیا موسسې له مسؤل ښاغلي حاجي شمس الرحمن سره د همغږي ناسته ترسره کړه.
نوموړي موسسه د خوړو نړیوال سازمان( WFP) سره د روداتو ولسوالي دکترغې سیمه کې د کانالونو پاک کاري او تحکیماتي دیوال پروژو تطبیق په غاړه لري.
د یادو پروژو په پلي کیدو سره به د شپږو میاشتو لپاره د سمیې خلکو لپاره د کار زمینه برابره او د اوبو د ضایعاتو څخه به مخنیوی وشي.
