د کابل پولی تخنیک پوهنتون یو شمیر محصلینو ته د پرکتیک ښوونه ورکړل شوه.

mew-admin
Thu, May 26 2022 10:48 AM
1

د کابل پولی تخنیک پوهنتون یو شمېر محصلین چې د اوبو سرچینو لوی ریاست د اوبو څيړنو تکنالوژي آمریت ته د پرکتیک دورې او علمي کچې لوړتيا لپاره معرفي شوي وو په یاد آمریت کی د (اوبو کیفیت، ودانیزو موادو، خاورې او جیوتخنیک) لابراتوارونو په برخه کې عملي او نظری زده کړې ترلاسه کړې.

د یادونې وړ ده چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچينو لوى رياست د اوبو څيړنو تکنالوژي آمريت د کابل پولي تخنيک پوهنتون سره د تلپاتې همکاريو پربنسټ هرکال د یادو پوهنتون زیات شمیر پرکتیک دورې محصلینو ته په عملي لابراتواري کارونو او د ظرفیت لوړتيا په برخه کې زده کړې ورکوي.

User account menu