د پاور چینا شرکت له استازو سره د اوبو او انرژي سرپرست وزیر لیدنه

mew-admin
Sun, Apr 10 2022 1:34 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د پاورچینا له استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې د دغه شرکت استازو په افغانستان کې د انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته چمتووالی اعلان کړ.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د پانګونې لپاره د دغه شرکت د چمتووالي هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د امنیت د رامنځته کېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې په هېواد کې د پانګونې لپاره هر ډول زمینه برابره شوې ده.

 ښاغلي منصور له دغه شرکت سره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او په افغانستان کې یې د انرژي په تولید کې پانګونه په هېواد کې د انرژي د پراختیا لپاره یو ارزښتناک ګام وباله.

 په پای کې دواړو خواوو د همغږۍ غونډو پر دوام او د ګډو همکاريو د پيل پر چټکتيا ټينګار وکړ

User account menu