یو ترکي پانګه وال په هیواد کې د انرژي د تولید په برخه کې پانګونه کوي

mew-admin
Thu, Apr 07 2022 1:48 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د وزارت د دفتر مقام د رئيس او د انرژي معینیت یو شمېر رئیسانو په شتون کې د یوه ترکي پانګه وال سره لیدنه ترسره او په هیواد کې د انرژي د تولید په برخه کې  د یاد پانګه وال د پانګونې په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلی مولوي عارف الله عارف نن د غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د یوه ترکي پانګه وال عبدالله سروش  سره چې په هیواد کې د انرژي د تولید په برخه کې پانګونه کوي وکتل او په هیواد کې د انرژي د تولید په برخه کې د هغه د پانګونې د لیوالتیا په هکله خبرې و کړې.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ترکي پانګه وال ته په هیواد کې  د هغه د پانګونې لپاره د انرژي په برخه کې د هر راز آسانتیاوو د برابرولو ژمنه ورکړه.

په ورته وخت کې، ښاغلي سروش د خپل پانګونې د څرنګوالي په اړه په هیواد کې د انرژي د تولید په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

دا په داسي حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د بهرنیو او کورنیو پانګه والو ليوالتیا په هیواد کې د انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته ډېره شوې ده.

User account menu