د اوبو او نرژي وزارت رهبري اتمه ناسته ترسره شوه.
دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور تر ریاست لاندې د معینانو او عمومي رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د انرژي او اوبو مدیریت پروژو، په افغانستان کې د انرژي په برخه کې د پانګه اچوونکو لپاره د پانګې اچونې فرصتونو بررسي، د مالي کال د پلان د نتایجو په اساس د راپورونو همغږي او یو شمیر نورو تخنیکي او اداري موضوعاتو باندې بحث او نظرونو تبادله وشوه.
د اوبو اوانرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د ټولو موضوعاتو له بررسۍ وروسته په هر اړخیز ډول اړونده مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د اوبو او انرژي وزارت
