د کاپیسا ولایت په دوو ولسوالیو کې د کانالونو او کاریزونو پاکولو کار شروع شو.

mew-admin
Thu, Mar 24 2022 11:50 AM
1

په دې پروژه کې چې د حصه اول کوهستان او حصه دوم کوهستان په ولسوالیو کې تطبیق کیږي، د کار په مقابل کې خلکو ته غنم ورکول کیږي.

د دې پروژو په تطبیق سره په ۲۶ کلیو کې د اوبو لګونې ۱۰ لوی کانالونه او زیات شمیر کاریزونه چې په یادو ولسوالیو کې موقعیت لري پاک کیږي.

د دې پروژو له تطبیق به نیږدې دوه سوه قومي شورای ګانې ګټه پورته کړي، چې په هغې کې هر کارګر ته ۱۰ کیلو ګرام غنم د في ورځ مزد په مقابل کې په نظر کې نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دا ډول پروژې  د ا.ا.ا ریاست الوزرا د معاونت مقام لخوا منظور شوي کړنلارې مطابق د اوبو او انرژي وزارت لخوا د کابل ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې هم تطبیق شوې دي.

User account menu