د اوبو او انرژي وزارت د انرژی معین د Yellow River Engineering Consulting Co, Ltdشرکت له استازي سره وکتل
ښاغلی مولوي عارف الله عارف د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې Yellow River Engineering Consulting Co, Ltd شرکت له مسؤل سره لیدنه وکړه او په هېواد کې د سولري برېښنا پروژو په پلي کیدو باندې بحث او دنظر تبادله وکړل.
په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د Yellow River Engineering Consulting Co, Ltd شرکت مسؤل ښاغلي مستر چنګ ته ښه راغلاست وویل او یادونه یې و کړه چې، اوس په افغانستان کې د انرژي پروژو د تطبیق لپاره زمینه چمتو شوي ده او مونږ ټولو کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته د انرژي پروژو د تطبیق په برخه کې د پانګونې زمینه چمتو کوو.
په ورته وخت کې، Yellow River Engineering Consulting Co, Ltd شرکت مسؤول په کابل کې د ۱۰۰ میګاواټه سولري برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د پانګونې لیوالتیا په هېواد کې د انرژي پروژو د تطبیق په برخه کې ډېره شوي ده.
