د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت په دیارلسمه ناسته کې په هرات ولایت کې د پاشدان بند د پروژې په هکله بحث وشو.
دا تخنیکي ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر او د وزارت د ټولو رئيسانو په ګډون چې د اوبو په سکتور او مدیریت کې فعالیت لري، ترسره شو.
په دغه ناسته کې د ګڼو تخنیکي موضوع ګانو په هکله په ځانګړې ډول په هرات ولایت کې د پاشدان بند د وضعیت د څېړلو او د هیواد د اوبو سرچینو د مدیریت د اغېزمنتیا اړوند مسایلو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلی انجنیرمجیب الرحمن عمر د یادو موضوع ګانو تر څېړلو وروسته اړوند مسؤلینو ته لازم تخنیکي هدایات ورکړل.
د یادولو وړ ده، چې دا تخنیکي ناستې په اونیز ډول د اوبو په معینیت کې ترسره کېږي او د تر ټولو مهمو موضوع ګانو تر څېړلو وروسته د هغوی د تطبیق لپاره لازمي پرېکړې نیول کېږي.
