د هیواد د انرژي سکتور د ښه مدیریت او پراختیا په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Mar 06 2022 2:24 PM
1

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ښاغلي ملا محمد عیسی آخند او د یو شمېر رئیسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون سره ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د انرژي د پروژو د تولید، پراختیا او لېږد وضعیت د څېړنې او مطالعې لاندې ونیول شواو د هیواد  د انرژي سکتور د پروژو د ښه مدیریت او پلي کیدو په موخه د همکاري ګډې طرحې باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

په ورته وخت کې، د انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف په دغه ناسته کې، د هیواد د انرژي سکتور د پراختیا او ښه مدیریت لپاره د چارواکو همکاري او همغږي اړینه وبلله.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په دغه ناسته کې پر لا همغږي باندې ټینګار وکړ او د هیواد د انرژي سکتور د مدیریت د ښه والي او لارو چارو د وړاندې کولو ترڅنګ، د انرژي معینیت او برېښنا شرکت د چارواکو څخه وغوښتل، چې یوه ګډه کمېټه رامنځته او د چارو د انسجام او تطبیق لپاره کار و کړې.

همدارنګه د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئيس ښاغلي ملا محمد عیسی آخند د هیواد د انرژي سکتور په برخه کې د ګډې همکاري د طرحې څخه هرکلی و کړ او د هغې پر عملي کولو باندې یې ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده، چې د انرژي خدمتونو د تنظیم اداره او د افغانستان برېښنا شرکت چې تر دې مخکي په خپلواک ډول فعالیت درلود، اوس د اوبو او انرژي وزارت او د انرژي معینیت تر چتر لاندې فعالیت کوي.

User account menu