په اوبو او انرژي وزارت کې د ډیجیټال جوړونې په برخه کې یو بل ګام.
په اوبو او انرژي وزارت کې د کارمندانو لپاره د ډیجیټلي سیستم څخه په ګټه اخستنه د مکاتبو لیږل، ترلاسه کولو او اجراآتو په برخه کې روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دې پروګرام کې د دې وزارت نږدې دیرش تنه کارمندانو په انلاین بڼه د مکاتبو د مدیریت او اجراآتو استفاده زده کړه.
دا سیستم چې (Maktoob Send/Receive Tracking System) په نامه یادیږي د اوبو او انرژي وزارت د اداري خدماتو ریاست د معلوماتي ټکنالوژي آمریت لخوا د مدیریتي چارو په برخه کې د روڼتیا، چټکتیا او سهولت په موخه رامنځ ته شوی
همدا شان د اسیسټم د داسې ښېګڼو لرونکی دی چې د هغې له لارې د مکاتبو د اجراآتو څارنه په اسانۍ سره ترسره کیږي او د مکاتبو د ارشیف قابلیت هم لري.
د اوبو او انرژی وزارت
