د لغمان ولایت په علیشنګ او دولت شاه ولسواليو کې د اوبو لګونې څلورو پروژو څخه نظارت ترسره شو.
د لغمان ولایت په علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې د شمس خیل کلی، د قلعه نجیل، لمیړي کلی او ملنګ کړی کانالونو پروژو د بیا رغونې په چارو کې د پاکارۍ او محافظوي دیوالونو جوړونه شامل دي.
دا پروژې د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې په تخنیکي او د خوړو نړیوال سازما WFP په مالي مرسته تطبیق کیږي.
د یادو پروژو تطبيق کونکوو موسساتو ته د کار د کيفيت اړوند لازم هدايات ورکړل شول تر څو کارونه پخپل وخت او غوښتل شوی کیفیت سره تر سره شی.
د یادو پروژو په تطبیق سره به د ۹۰۰هکټاره په شاه خوا کې کرنیزه ځمکه خړوبه او هره ورځ په د ۵۰۰ نفر په شاه خوا کې کارکوونکي کار کوي.
د اوبو اوانرژي وزارت
