هیواد په کچه دویمې لوېی پروژې ( بند سردې) سروې بشپړه او عملي کارونه یې شروع شول.

mew-admin
Tue, Feb 15 2022 11:42 AM
1

بند سردې پروژه د هیواد په کچه دویمه لویه پروژه ده چې په ۱۳۴۶ هـ ش کال کې تاسیس شوې ده چې د دوه ښي او چپ کانالونو په لرلو سره ۷۶۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي.

په یادو کانالونو سره خړوبیدونکو ځمکو کې ٪۷۰ د دولت ملکیت او پاتې یې شخصي ملکیتونو پورې اړه لري، د بند سردې پروژه کې د تیرو ۳۰ کالونو راپدیخوا د بیا رغونې کومه چاره نه ده ترسره شوې، چې د امارت اسلامي په راتلو سره یاده پروژه د غزني ولایت سیندیزې فرعي حوزې لخوا سروې او پروپوزل یې د HAALO موسیسی ته چې مالي لګښت یې د خوړو نړیوال سازمان (WFP ) لخوا ورکول کیږي وسپارل شو.

د یادونې وړده چې د یادې پروژې عملي چارې د کانال پاکونې، سیفونونو رغونې، نیالګوایښودلو او د حوضونو جوړوني په برخه کي عملآ جریان لري په بشپړیدو سره به د اتیا (۸۰) کلیو ۹۵۰۰۰ وګړي ترې ګټه واخلي او هر ورځ به په یاده پروژه کې ۵۰۰ نفرو ته د کار زمینه برابره شي.

User account menu