د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د چک ولسوالۍ برېښنا بند څخه لیدنه
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور د یوه پلاوي په مشرۍ د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ برېښنا بند څخه د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې د نوي کال په پيلېدو سره به د دغې نیمګړې پروژې چارې په چټکۍ پيل او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. نوموړي زیاته کړه چي مونږ هیواد او هیوادوالوته د خدمت په برخه کي خپلو تعهداتو ته ژمن یو او د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کي به د ټولو پروژو دی سر ته رسولو لپاره تر وروستي بریده خپلو هڅوته دوام ورکوو.
