د ایران د برېښنا د پروژو همغږي کوونکو لېوالتیا ښودلې

mew-admin
Sun, Feb 06 2022 1:55 PM
mew

د ایران د برېښنا د پروژو همغږي کوونکو لېوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بريښنا پروژو له همغږي کوونکي ښاغلي مجید شیزري سره وکتل.

په دې کتنه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې د انرژۍ د تولید او پراختیا په برخه کې د ایران بريښنا تولید مشورتي کانسرسیوم د پانګې اچونې په اړه خوښي څرګنده کړه.

په همدې حال کې د ایران د بریښنا تولید پروژو همغږي کوونکي  ښاغلي شیزري د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست سره د ډبرو سکرو څخه د بریښنا تولید طرح  شریکه کړه او بلنه یې ورکړه چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې د ایران کانسرسیوم مشورتي بریښنا تولید فابریکو څخه لیدنه وکړي.

همداراز دواړو لورو موافقه وکړه چې د وزارت او ایران بریښنا تولید پروژو هغمږي کوونکو تخنیکي مسؤلینو ترمنځه د لازیاتو همکاریو لپاره د همغږۍ جلسې دوام وکړي.

User account menu