د اوبو او انرژي وزارت د رهبرۍ دریمه جلسه ترسره شوه

hafiz_admin
Wed, Feb 02 2022 11:31 AM
2-2

دا جلسه د اوبو او نرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر ریاست لاندې د انرژي معین ښاغلي مولوی عارف الله عارف او د دې وزارت ټولو لویو رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې جلسه کې چې  د قرآن کریم د مبارکو ایتونو به تلاوت سره شروع شوه په مختلفو اداري او تخنیکي موضوعاتو بحث او نظرونو تبادله وشوه، چې د شته ستونزو د حل او چارو د غوروالي په موخه لازم تصمیمونه  پکې ونیول شول.

ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د اوبو او نرژي وزارت سرپرست وزیر د جلسې په جریان کې د اړونده رئیسانو د راپور له ارزونې وروسته د موضوعاتو په اړه بحث وکړ، او د شته ستونزو د حل او چارو د ګړندیتوب په موخه لازم هدایت ورکړه.

د اوبو او انرژي وزارت

User account menu