نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته د ظرفیت پياوړتیا برنامې

hafiz_admin
Sun, Jan 16 2022 3:35 PM
1

د افغانستان برېښنا شرکت کې د کاري ظرفیت د لوړولو په دوام، دا ځل هم ۵۰ تنه نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د ظرفیت پياوړتیا ۱۵ ورځنۍ برنامه نن پيل شوه!
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د افغانستان برېښنا شرکت په مرکزي دفتر کې جوړ شوي وو، د اوبو او انرژِ وزارت سرپرست وزير عبداللطیف "منصور"، د افغانستان برېښنا شرکت رهبري او نویو ګمارل شویو کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزير عبداللطیف" منصور" وویل چې د دولتي کارکوونکو په ځانګړي ډول برېښنا شرکت لپاره چې یو تخنیکي او مسلکي بنسټ دی، د روزنیزو او د ظرفیت پياوړتیا برنامو ترسره کول ډېر اړین دي.
 ښاغلي "منصور "دغه راز د برېښنا شرکت له پخوانيو او نویو کارکوونکو وغوښتل ترڅو په ډېر اخلاص او رېښتنولۍ خپلې چارې ترسره کړي.
په همدې حال کې د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریزو چارو رئيس عبدالرحمن "رحماني" ټینګار وکړ چې د برېښنا خدمتونو رسونې بهیر د ښه والي او د پېرودونکو رضایت د ترلاسه کولو په موخه باید هڅې چټکې شي.
د دې مراسمو په دوام، د افغانستان برېښنا شرکت د بشري سرچینو رئیس قدرت الله "کریمي"، وویل چې نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته به د ظرفیت پياوړتیا په پروګرام کې د بي خطره تخنیک، د برېښنا ضایعاتو، د برېښنا مفاهیمو، د برېښنا اساساتو، اساسي اداري مفاهیمو او کمپيوټر په برخه کې زده کړې ور کړل شي.
دغه برنامه کې د اوبو او نرژِ وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور"، د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګرېزو چارو رئیس عبدالرحمن "رحماني"، د دفتر رئیس عبدالولي "سعد"، د عملیاتي چارو رئیس انجنير صفي الله" احمدزي"، د تفتیش رئیس محمد سلیم "حقاني"، د مالي او اداري چارو رئیس اسدالله "انعام"، د  بشري سرچینو رئیس قدرت الله" کريمي"، د کابل برېښنا رئیس فضل الرحمن" فضلي" د هغه مرستیالانو او د برېښنا شرکت يو شمېر مدیرانو برخه اخیستې وه.

User account menu