د اوبو اوانرژي وزارت د انرژي معین او د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین او د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ترمنځ ګډه ناسته تر سره شوه

MEW-Media
Sun, Dec 12 2021 2:38 PM
21/9/1400

 

دا غونډه د اوبو او انرژي وزارت د معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف او ښاغلي ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین او د افغانستان اسلامي امارت ویاند ترمنځ په داسي حال کې چې  یو شمېر نورو چارواکو هم شتون درلود، ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د بېلابېلو  اداري موضوع ګانو، د چارو د ښه انسجام او همغږي او نورو اړونده موضوع ګانو باندې د نظرونو تبادله وشوه.

ښاغلي مولوي عارف الله عارف د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت د تشکیلاتو، فعالیتونو او د دې وزارت نورو چارو په هکله د اطلاعاتو او کلتور او د افغانستان اسلامي امارت ویاند سره لازم معلومات شریک کړل.

په پای کې دواړو لوریو د چارو غوره پرمخ بیولو لپاره پر لا همغږي باندې ټینګار وکړ.

User account menu