د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې خپل شپږ میاشتنې کاري راپور د رسنیو حضور ته وړاندې کړ.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې خپل شپږ میاشتنې کاري راپور د رسنیو حضور ته وړاندې کړ.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري او د دې ادارې یو شمیر عمومي رئیسانو د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي بصري په دې خبري کنفرانس کې د (۱۴۰۰) مالي کال د شپږو لمړنیو میاشتو راپور کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې فعالیتونو په اړه راپور په څلورو اساسي محورونو ( د اوبو حکومتولۍ، د اوبو جغرافیه، د اوبو سرچینو پراختیا او د اوبو تنظیم او تخصیص) په اړه مفصل معلومات وړاندې کړه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال په دې راپور کې د اوبو حکومتوالۍ په برخه کې د ۵۰ سندونو جوړونې، د اوبو سرچینو پراختیا په برخه کې د ۲۲ عمده فعالیتونو، ډیزاین، سروې او د سلګونو لویو او کوچنیو پروژو د تطبیق، د ۳۵ سندیزو حوزو موډل جوړونه او د افغانستان د لویو ښارونو د اوبو رسونې خصوصي کولو طرحې یادونه وکړه.
همدا شان ښاغلي بصیري د اوبو تاسیساتو ساتنې او سپما باندې هم ټینګار وکړ، او د زیربنايي او پراختیايي لاسته راړونو په برخه کې د خبري پوښښ په موخه د رسنیو د لا زیاتې همکارۍ غوښتونکی شو.
په همدې حال کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مالي او اداري لوی رئیس احمد رشاد حکیم په دې خبري کنفرانس کې د دې ادارې د اداري فعالیتونو او بودیجې مصرف په اړه معلومات وړاندې کړه، او یادونه یې وکړه چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د روان مالي کال په لمړنۍ نیمه کې د ۴۰ سلنې څخه زیاته پراختیایي بودیجه مصرف کړې ده.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
